تبليغاتX
د ميا ډاكټر حبيب الله غروال ويبلاګ

د ميا ډاكټر حبيب الله غروال ويبلاګ

د لته تاسو زما شعرونه او نور مطالب لوستلاى شى

د هيلو غوټۍ


ميا ډاكټر حبيب الله غروان

د ارزو غوټۍ غوړيږي په دې پوه شوم

يار د يار غېږ ته رسيږي په دې پوه شوم

چا په غوږ كې راته وويل چې ځان تم كړه

سره ګلونه به نڅيږي په دې پوه شوم

خزان بار دى د تيارو په كنډو اوړي

سپېله داغ* راته خنديږي په دې پوه شوم

تور اوربل يې سپين رخسار سره مستي كا

كاكل هم ورته ګډيږي په دې پوه شوم

په كلو چې يې ديدن ته ارمانجن وم

اوس به غېږ ته رارسيمي په دې پوه شوم

چې په ژبه مې يو غټ مهر د بطلان و

كړى، كولپ** دواړه ماتيږي په دې پوه شوم

مطرب بل دى، نغمه بله اواز بل شو

د سبا سترګه رپيږي په دې پوه شوم

بيا د مينې لېونو ځانته شور وركړ

شمله ور به معلوميږي په دې پوه شوم

*سپېده داغ د پېشلمي په مانا په خوست كې )سپېله داغ) ويل كيږي، چې (د) پكې په (ل) اوښتى دى. عموما په پښتو ژبه كې (د) له (ل) اوړي.

** كولپ= قفل 

+ نوشته شده در  دوشنبه پنجم مرداد 1388ساعت 12:11  توسط ميا ډاكټر حبيب الله غروان   | 

څيرې ګريوان

ډاكټر ميا حبيب الله غروال

 

سرببر څيرې ګرېوان درپسې ګرځم

په ميرو كې سرګردان درپسې ګرځم

ټول عالم راباندې خاندي د زړه سره

څومره ستړى او ستومان درپسې ګرځم

ندې حال او نه احوال رامعلوميږي

رنګ مې زېړ لكه زعفران درپسې ګرځم

نه مې زړه صبر كوي نه مې هيريږې

شوم مجنون په بيابان درپسې ګرځم

زړه مې غوڅ ستا د فراق په غشو باندې

بدل خيال او بدل شان درپسې ګرځم

ته به كوم محفل ته دڅراغ په څېر ځليږې

هسې خوشى زه نادان درپسې ګرځم

لېونى مينې كچكول په لاس كې راكړ

زه دردمن يم، بې درمان درپسې ګرځم

زه غروال به په ټول عمر كې تاڅارم

په اغزو او ګلستان درپسې ګرځم

+ نوشته شده در  دوشنبه پنجم مرداد 1388ساعت 12:10  توسط ميا ډاكټر حبيب الله غروان   | 

د تاريخ پيټى

د تاريخ پيټى

ډاكټر ميا حبيب الله غروال

 

غمازان كه پهردار وي موږ به ځو

كه ويده او كه بيدار وي موږ به ځو

سترې هيلې مو بار كړي قافله كې

كه د غرو په سرو لار وي موږ به ځو

لوى ارمان كوچنيو زړو كې راسره دى

كه غريب او كه مالادار وي موږ به ځو

څوك مو لارو كې په كاڼو باندې ولي

كه څوك جوړ او كه بيمار وي موږ به ځو

توره شپه خړه څپېره صحرا اوږده ده

كه د اغزو په سرو لار وي موږ به ځو

نور به  څيرې ګرېوانونه ليدى نشو

كه دردو سره مو چار وي موږ به ځو

موږ الحق ته غاړه ايښې، الحق وايو

كه په مخ مو خش او خار وي موږ به ځو

هر قدم راته په مخ، كه پرابلم وي

كه سرحد د مرګ شعار وي موږ به ځو

د ا لوى پيټى،دې تاريخ په اوږو راكړ

غروال خوښ او كه ازار وي موږ به ځو

+ نوشته شده در  دوشنبه پنجم مرداد 1388ساعت 12:8  توسط ميا ډاكټر حبيب الله غروان   | 

دمينې راز

دمينې راز

 

ډاكټر ميا حبيب الله غروال

 

د مينې راز مې له پردې نه وځي

حالات مې نور له ارادې نه وځي

چاته چې وښايم د مينې ديوان

عقل يودم له سلسلې نه وځي

كله چې ستاد عشق په خيال كې ولاړ شم

خدايږو غيرت مې له شملې نه وځي

خيال كې چې ټينګ كړم ستا په مخ غاښونه

غزل مې هاله له قافيې نه وځي

ستاګلابي شونډو كې هومره اثر

ټول شرابيان ورته نشې نه وځي

دا سپين جبين دې چې سهار كې ګورم

زړه مې هغه دم له تيارې نه وځي

كه دې كتار كړل په اوربل كې ګلان

طوطيان به هاله له پنجرې نه وځي

كه دې په مينه باندې وكړه خندا

د قبرمړي به يو دم له هديرې نه وځي

غروال ته وګوره د ناز په نظر

چې غمازان ټول له بنګلې نه وځي

+ نوشته شده در  دوشنبه پنجم مرداد 1388ساعت 11:44  توسط ميا ډاكټر حبيب الله غروان   |